Pashto Sahih Bukhari app not working? crashes or has problems?

Pashto Sahih Bukhari Status

Published by on 2023-03-03

This App is the outcome of team which are consistently working on translating
and improving the app, in order to provide you free access to Thousands hadiths
of Sahih Bukhari book. د صحیح البخاري د پښتو
اپلیکیشن په اړه: دا اپلیکیشن لومړی ورژن دی
چې څه باندې زر (۱۰۰۰) حدیثونه پکې ځای پرځای
شوي دي.


I have a problem with Pashto Sahih Bukhari

Are you having issues? Select the issue you are having below and provide feedback to Pashto Sahih Bukhari.


problems reported in the last 24 hours

24 hour clock

Most reported problems


Reported Issues: 0 Comments

No reports yet! Be the first to report an issue.


Have a Problem with Pashto Sahih Bukhari? Report Issue

Leave a comment:




Common Pashto Sahih Bukhari Problems & Solutions. Troubleshooting Guide


   



  Contact Support

Some issues cannot be easily resolved through online tutorials or self help. So we made it easy to get in contact with the support team at Obaidullah Hussam, developers of Pashto Sahih Bukhari.


Verified email  

Contact e-Mail: [email protected]


100% Contact Match

Developer: Mizan Academy

E-Mail: [email protected]

Website: Visit Pashto Sahih Bukhari Website

59.09% Contact Match

Developer: Santonic Apps

E-Mail: [email protected]

Website: Visit Santonic Apps Website



About this app

PashtoSahihBukhari is the outcome of team which are consistently working on translating and improving PashtoSahihBukhari , in order to provide you free access to Thousands hadiths of Sahih Bukhari book. دا اپلیکیشن لومړی ورژن دی چې څه باندې زر (۱۰۰۰) حدیثونه پکې ځای پرځای شوي دي. زموږ کار په چټکۍ روان دی چې نورو ورژنونو کې د صحیح البخاري ټول مبارک حدیثونه بشپړ کړو. که تاسې د موبایلونو د اپلیکیشنونو په زیرمو کې ولټوئ، د نړۍ په مشهورو ژبو پکې د صحیح البخاري ژباړو څخه جوړ شوي اپلیکیشنونه موندل کېدای شي، خو یوازینۍ ژبه چې ددغه معتبر کتاب اپلیکیشن پکې نشته، پښتو ده. نو د همدې تشې ډکولو لپاره موږ صحیح البخاري پښتو روانه ژبه باندې وژباړو ترڅو د ټکنالوژۍ په برخه کې دغه تشه ډکه شي. د نبوي حدیثونو د دغه معتبر کتاب پښتو ژباړه د میزان انلاین اکاډمي او ایمان سټډیو لخوا شوې ده. په دې برخه کې له څه باندې یو کال راهیسې شاوخوا ۷ کسیز ټیم په دې بوخت دی چې دغه اپلیکیشن په معیاري ډول جوړ کړي. ددې معتبر کتاب پښتو ژباړه د شرعي علومو استاد فریدالله الکوزي کړې او لیکلې ده، بیاکتنه یې په شرعي علومو کې له الازهر پوهنتون څخه فارغ محمد ابراهیم ازهر کړې او دریم ځلي کتنه یې د شرعیاتو ماسټر عبیدالله حسام کړې. فیصل پاڅون، زبیر احمد عثماني او عبدالجبار افغان. د اپلیکیشن تخنیکي کارونه کندهار میشتي ځوان خوشحال سعیدي ترسره کړي دي. دوی ټولو تر اخري حده هڅه کړې چې د صحیح البخاري پښتو ژباړې اپلیکیشن له هر اړخه په اوسنیو معیارونو برابر جوړ کړي. د اپلیکیشن جوړولو هدف یوازې د اسلامي شریعت خدمت او د الله تعالی د رضا ترلاسه کول دي او بس! موږ د صحیح البخاري پښتو ژباړه له پیله ولیکله او ټوله هڅه مو دا کړې چې ددې عظیم کتاب پښتو ژباړه روانه او عام فهمه وي. په دې برخه کې وړاندې پښتو ژبه کې د صحیح البخاري کتابي ژباړې موجودې دي، خو موږ ځکه دا ژباړه له سره ولیکله چې یو خو یې ژبه عام فهمه او معیاري کړو، ترڅنګ یې اپلیکیشن په هغو امکاناتو سمبال جوړ کړو چې خلک وکوای شي پښتو یا عربي متن یې د تحقیق پرمهال په اسانۍ کاپي او پيست کړي، په اسانۍ حدیثونه ولټولی شي او ټولنیزو شبکو کې یې شریک کړای شي. نو د همدې لپاره مو د صحیح البخاري ټول حدیثونه له سره په پښتو ژبه ولیکل. ۱- د پښتو ژباړې لپاره مو له لاندې مراجعو څخه ګټه اخستې. الف: موږ په حقیقت کې د تاج البخاري د پښتو ژبې عبارت ساده کړی دی او له سره مو لیکلی دی او د ژباړې لپاره مو ډېره ګټه له دې همدې کاب څخه اخیستې.  "تاج البخاري" د بخاري شریف شرح ده چې پښتو ژبې ته مولانا محمد امین دراني ژباړلې ده. ب: ددې ترڅنګ مو د پښتو ژباړې لپاره له "فتح الباري"، "عمدة القاري"، "فیض الباري" او ځینو نورو کتابونو څخه ګټه اخیستې. د اړتیا په وخت کې مو د بخاري شریف فارسي ژباړې څخه هم ګټه اخستې. ۲ـ که د ژباړې پرمهال ځینو الفاظو ژباړه کې له ستونزې سره مخ شوي يوو او په تاج البخاري کې په سم ډول نه شو موندل کېدای نو بیا مو د بخاري شریف له شرحو د متن په ژباړه کې ګټه اخیستې. ۳ـ د حدیثونو شمېرې مو په داسې ډول تنظیم کړي دي چې کومو شمېرو ته حدیث نشته بیا مو یو حدیث ته دوه یا درې شمېرې ورکړي د دې لپاره که څوک غواړي چې حدیث ومومي نو په اسانۍ سره ورته لاس رسی موندلی شي. او د شمېرو ترتیب مو په ډېر ځایونو کې د بخاري شریف له فارسي ژباړې څخه راخيستی، ځکه د شمېرو ترتیب یې تر نورو منظم و. ۴ـ قرآني ایتونه او د هغې ژباړه مو په دې {} ډول قوس کې لیکلي. ۵ـ د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا او د هغې ژباړه مو په دې «» ډول قوس کې لیکلې تر څو له نورو ویناو څخه ځانکړې وي. ۶ـ ځینې عبارتونه چې وضاحت ته یې اړتیا درلوده په () قوسونو کې مو واضح کړي دي چې لوستونکی پرې په اسانۍ پوه شي. ۷ـ عربي عبارت مو د صحیح البخاري له هغې نسخې څخه راخستی چې چې دار طوق النجاة په ۱۴۲۲ هـ ق کال کې په ۹ جلدونو کې چاپ کړی او محقق یې محمد زهیر بن ناصر الناصر دي. 



Solve Problems with Similar Apps: