په دې برخه کې وړاندې پښتو ژبه کې د صحیح البخاري کتابي ژباړې موجودې دي، خو موږ ځکه دا ژباړه له سره ولیکله چې یو خو یې ژبه عام فهمه او معیاري کړو، ترڅنګ یې اپلیکیشن په هغو امکاناتو سمبال جوړ کړو چې خلک وکوای شي پښتو یا عربي متن یې د تحقیق پرمهال په اسانۍ کاپي او پيست کړي، په اسانۍ حدیثونه ولټولی شي او ټولنیزو شبکو کې یې شریک کړای شي.
الف: موږ په حقیقت کې د تاج البخاري د پښتو ژبې عبارت ساده کړی دی او له سره مو لیکلی دی او د ژباړې لپاره مو ډېره ګټه له دې همدې کاب څخه اخیستې.
۲ـ که د ژباړې پرمهال ځینو الفاظو ژباړه کې له ستونزې سره مخ شوي يوو او په تاج البخاري کې په سم ډول نه شو موندل کېدای نو بیا مو د بخاري شریف له شرحو د متن په ژباړه کې ګټه اخیستې.
۷ـ عربي عبارت مو د صحیح البخاري له هغې نسخې څخه راخستی چې چې دار طوق النجاة په ۱۴۲۲ هـ ق کال کې په ۹ جلدونو کې چاپ کړی او محقق یې محمد زهیر بن ناصر الناصر دي.
ددې معتبر کتاب پښتو ژباړه د شرعي علومو استاد فریدالله الکوزي کړې او لیکلې ده، بیاکتنه یې په شرعي علومو کې له الازهر پوهنتون څخه فارغ محمد ابراهیم ازهر کړې او دریم ځلي کتنه یې د شرعیاتو ماسټر عبیدالله حسام کړې.